هلمند: مارجه په جګړه کې دژوبل شویو له جملې نه ۲ مهم قومندانان دژورو ټپونو له امله مړه شوي

وړمه شپه دهلمند ولایت دمارجې ولسوالۍ اړوند د قاسم بازار ددښت په سیمه کې دهمدي ولایت لپاره دکابل ادارې دوالي دځانګړي سنګوریانو په ګروپ چې په سیمه کې به یې تل غلاوي کولي داسلامي امارت مجاهدینو بریدونه کړي ؤ چې په مهال یې ۹ تنه اربکیان ځای پرځای قتل ګڼ نور ژوبل شوي ؤ

په پېښه کې له دښمن څخه ۴ موټر اوګڼ شمېر وسلې نیول شوي وي

په ژوبل شویو کې دګرشک ولسوالۍ دسنګوریانو مشهور اوظالم قومندان (ضیاء الدین او دواشیر ولسوالۍ دجاسوسي شبکې مدیرقدرت الله لالی هم شامل ؤ چې دواړو د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه اومسلمانان یې دتل لپاره له شره وژغورل شول

2019/7/13

فراه : مرکز کې پولیس قتل کلاشینکوف یې دمجاهدینولاس ته ورغلی

د فراه ولایت د مرکز اړوند د نوي پله په سیمه کې نن سهار لس بجې ددښمن په هغه ټانګ چې پولیس به پکې سیمي ته له ملکي خلکو دپیسو اخیستلو لپاره راوتل وسلوال بریدترسره شو

دبرید په پایله کې ټانګ زیانمن شوی یوپولیس پکې قتل چې جسد یې دپېښي په ځای پاتي شوی اویوکلاشینکوف یې دمجاهدینو لاس ته ورغلی دی

2019/7/13

زابل : شینکۍ کې په پوسته برید کې ۲ عسکر وژل شوي

بیګاه شپه ۳ بجې دز ابل ولایت دشینکۍ ولسوالۍ اړوند د ښالم خیلو کلي په سیمه کې دکابل ادارې د عسکرو پر پوسته دلیزري وسلو په مټ برید ترسره شو چې په پایله کې یې ۲ تنه عسکر ځای پرځای ووژل شول

2019/7/13

میدان وردګ: سیداباد کې د اشغالګر دښمن ټانک ویجاړ، ۲ اشغالګر قتل، ۳ ژوبل شول

د الفتح جهادي عملیاتو په لړ کې د اسلامي امارت مجاهدینو د میدان وردګ ولایت، سیداباد ولسوالۍ اړوند، ملي خیلو سیمه کې د امریکایانو پر ټانګ زوروره چاودنه ترسره کړه، چې په ترڅ کې یې د اشغالګر دښمن ټانک په بشپړډول ویجاړ شوی، ۲ اشغالګر وژل شوي او ۳ نور ژوبل دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ټول هیواد کې د مجاهدینو لخوا د اشغالګرو مراکز، وسیلې او افراد د لومړني نظامي هدف په توګه ترڅار او بریدونو لاندې دي.

2019/7/13

بادغیس:قلعه نوکې په امنیه قومندانۍ استشهادي بریدونه دوام لري دښمن ته درنه مرګ ژوبله اوښتي


دالفتح عملیاتو په لړکې نن غرمه شاوخوا ۱۲ بجې دبادغیس ولایت مرکز قلعه نوکې دمزدور دښمن پر امنیه قومندانۍ داسلامي امارت داستشهادي کنډک څوتنه په سپکو اودرنو وسلو سنبالو مجاهدینو بریدونه پیل کړي چې اوس هم په شدت سره دوام لري

لومړني معلومات ښیي چې د ۵ کمانډویانو او د دریمې حوزې د آمر په شمول د دښمن ۲۵ تنه عسکر، پولیس او استخباراتي کارمندان وژل شوي، ګڼ نور ټپیان دي.
دپېښي په اړه نورجزئیات به وروسته پرلیکه شي

2019/7/13

بادغیس مرکز کې په امنیه قومندانۍ استشهادي برید ۵ کمانډویان او ۲۵ عسکر ووژل

د الفتح جهادي عملیاتو په دوام نن غرمه د بادغیس ولایت مرکز قلعه نو کې پر امنیه قومندانۍ د ۲ تنو استشهادي مجاهدینو لخوا دښمن ځپونکي بریدونه ترسره شول، چي تقریباً ۷ ساعته یې دوام وکړ. له سیمې د ترلاسه شوي راپور له مخې دغو بریدونو په ترڅ کې ۵ کمانډویانو او د د ریمې حوزې د آمر (یوسف اخګر) په شمول ۲۵ عسکر وژل شوي او ګڼ شمیر نور ژوبل شول. دښمن ته دسر زیان ترڅنګ یاد برید په درانه مالي زیان سره پای ته رسیدلی دی.

2019/7/13

غزنی: قرباغ کې د دښمن ټانک تخریب، ۵ عسکر ووژل شول

نن سهار۹بجې د غزني ولایت، قره باغ ولسوالۍ اړوند، کابل – کندهارپه لویه لاره ګونګي پمپ سیمه کې مجاهدینو د اردو د نظامي کاروان په ټانک د ماین چاودنه ترسره کړه، چې په ترڅ کې یې د دښمن ټانګ مکمل تخریب، پکې ناست ۵ تنه عسکر و وژل شول.

د راپور له مخې د ویجاړ شوي ټانک ټوټې لا تر اوسه هم د چاودنې په ځای کې خورې ورې پرتې دي.

2019/7/13

پکتیا: ځاځي اریوب کې ۱ عسکر ژوبل شو

تیره شپه ۱۱ بجې مجاهدینو د پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ اړوند، ډاګو په نوم د دښمن په پوسته د لیزري ټوپکو په مټ برید وکړ، چې په ترڅ کې یې ۱تن عسکر ژوبل شو.

۔2019۔7۔13

لوګر: خوشي ولسوالي کې برید پوسته ویجاړه، ټانک او رینجر تخریب، ۹ اربکیان مړه او ژوبل شول

تیره شپه ناوخته د لوګر ولایت خوښي ولسوالۍ اړوند شینکۍ سیمه کې د کابل رژیم د اربکیانو په پوسته باندې مجاهدینو بریدونه ترسره کړل، چی په ترڅ کې یې د دښمن پوسته په بشپړ ډول ویجاړه، ۱ رینجر سوځول شوی، ۴ تنه اربکیان قتل، ۳ تنه ژوبل او پاتي نور یي په تېښته بریالي شوي دي.

تر برید وروسته سیمې ته نور عسکر راغلل چې د مجاهدینو لخوا پرې سخت بریدونه ترسره شول، چې په ترڅ کې یې ۱ ټانک د راکټ په مټ تخریب، ۳ عسکر ووژل شول.

2019/7/13

کابل: ده سبز کې چاودنې رینجر ویجاړ، ۳ عسکر مړه او ژوبل کړل

پرون ۱۰ بجې د کابل ولایت، ده سبز ولسوالۍ اړوند، فلیګون سیمه کې د اردو په رینجر د ماین چاودنه ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې د دښمن رینجر ویجاړ، ۳ عسکر مړه او ژوبل شول.

2019/7/13

کندز مرکز کې د مزدور رژیم کارمند ووژل شو

تیره شپه د کندز ولایت مرکز ښارته نزدې خان اباد بندرکې مجاهدینو د کابل رژیم په یو ضابط ( حبیب الرحمن) باندې نا څاپي برید وکړ، چې په ترڅ کې یې یاد ضابط ځای پر ځای ووژل شو.

13/07/2019

کندز: امام صاحب کې ۲ قومندانان ووژل شول

تیره ورځ مازدیګر مهال د کندز ولایت امام صاحب ولسوالۍ اب فروش سیمه کې د کابل ادارې په عسکرو تعرضي برید وکړ، چې په ترڅ کې یې د بلوک قومندان (جلال الدین) اواربکی قومندان مهمند قتل ۱ بل ژوبل شو.

دغه برید کې لله الحمد مجاهدینو ته کوم زیان نه دی اوښتی، او نښته د وارخطا دښمن په تېښته سره پای ته ورسېده.

2019/7/13

کاپیسا: تګاب کې د اربکیانو په پوسته برید وشو

نن سهار ۹ نیمې بجې مجاهدینو د کاپیسا ولایت، تګاب ولسوالۍ په مرکز کې د شریرو اربکیانو په پوسته باندې د سپکو اودرنو وسلو په مټ برید ترسره شو، دغه یو ساعته برید کې دښمن ته تلفات اوښتي، خو د شمېر په اړه یې دقیق معلومات نه دي ترلاسه شوي.

2019/7/13

لوګر مرکز کې د دښمن ۴ ټیلر، ۱ ټانک تخریب، ۹ ګوډاګیان مړه او ژوبل شول

نن غرمه ۱۰ نیمي بجې د لوګر ولایت مرکز اړوند شیرداد کلا سیمه کې د کابل- ګردیز لویه لاره باندې د ناټو په اکمالاتي کاروان برید ترسره شو، چې په ترڅ کې یې د دښمن ۴ په تیلو بار ټیلر سوځول شوي، همداراز ۱ ټانک هم تخریب، ۳ ساتونکي ۲ عسکر قتل او ۴ نور ژوبل شول.

2019/7/13

پکتیا: احمد خیلو کې چاودنې ۱ عسکر وژلی دی

نن سهار ۹ بجې د پکتيا ولايت احمد خیلو ولسوالۍ اړوند، تنګي خولې په سيمه کې د اردو په پياده ګزمه باندې د اسلامي امارت مجاهدینو له لورې د ماین چاودنه وشوه، چې په ترڅ کې یې ۱ عسکر ووژل شو.

2019/7/13

پکتیا: احمد خیلو کې عسکرو ۲ کلیوال شهیدان، بل ژوبل کړ

نن غرمه د پکتيا ولايت احمد خیلو ولسوالۍ د تنګي خولې سيمه کې د کابل رژیم عسکرو لخوا ۲ تنه عام کلیوال په شهادت رسول شوي او ۱ بل ژوبل شوی دی.

2019/7/13

پکتیا: پټان کې ټانک تخریب، د کابل رژیم ۷ ټوپکیان مړه او ژوبل شول


پرون شپه ۲ بجې مجاهدینو د پکتیا ولایت، پټان ولسوالۍ اړوند، مټورخ په پوسته باندې د لیزري ټوپکو په مټ برید ترسره کړ، چې په ترڅ کې یې ۱ تن شریراربکی قتل او ۲ نور ټپیان شول.

همداراز سیمې ته د مرستې په موخه د تلونکو ټوپکیانو په ټانک هم د ماین چاودنه وشوه، چې په ترڅ کې یې ټانک په بشپړه توګه ویجاړ، ۴ عسکر ووژل شول.

2019/7/13