لوګر مرکز کې قومندان او ۲ عسکر ووژل شول

تیره شپه ناوخته د لوګر ولايت مرکز اړوند جمعه کلا سیمه کې د کابل ادارې د عسکرو په پوسته د مجاهدینو لخوا د لیزري وسلو په مټ برید ترسره شو، چې په ترڅ کې یې ۲ عسکر ځای پر ځای ووژل شول.

دغه راز کلنګار سیمه کې هم د مزدور دښمن په مشهور ظالم قومندان عباس على باندې د څارونکو مجاهدینو لخوا برید وشو، او ځای پر ځای ووژل شو.

2019/7/24

لوګر: محمداغه کې ۶ اربکیان مړه او ژوبل شول

د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ اړوند، آب بازک شمشاد کلي اړوند سیمه کې تیره شپه ۱۱ بجې د مجاهدینو له لورې د کابل رژیم په ټوپکیانو باندې کمین برید وشو، چې په ترڅ کې یې ۲ تنه ټوپکیان ځای په ځای ووژل شول او ۴ تنه نور مرګوني ژوبل شول.

2019/7/24

میدان وردګ: نرخ کې چاودنې ۱ عسکر وواژه

نن بریځر مهال ۸ نیمي بجی د میدان وردګ ولایت، نرخ ولسوالۍ اړوند دوراني سیمه کې د مزدوري اردو پر عسکرو د ماین چاودنه وشوه، چې په ترڅ کې یې ۱ عسکر ووژل شو.

2019/7/24

پکتیا مرکز کې برید ۳ اربکیان ووژل

تیره ورځ مازدیګرناوخته د پکتیا ولایت مرکزګردیزاړوند، چوڼۍ سیمه کې په شریرو اربکیانو باندې د مجاهدینو له لورې برید ترسره شو، چې په ترڅ کې یې ۳ اربکیان ووژل شول .

دغې نښتې پر مهال یو مجاهد هم ژوبل شوی دی.

2019/7/24

پکتیا: احمد خیلو کې چاودنې ۱ پولیس ژوبل کړ


تیره شپه ماښام د پکتيا ولايت احمدخیلو ولسوالۍ ترڅنګ په پوليسوباندې د مجاهدینو لخوا دماين چاودنه ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې ۱ پولیس ژوبل شو.

2019/7/24

هلمند: واشیرکې یوتن قومندان ( پهلوان ) وویشتل شو

نن سهار ۹ بجې د هلمند ولایت د واشیر ولسوالۍ مرکز ته څیرمه دپولیسو یوتن قومندان ( پهلوان ) دمجاهدینو له لوري ددرازکوف په مټ وویشتل شو او ژوبل شو

2019/7/24

هلمند: دګرشک اوسنګین ترمابین په پوستو برید ۴ پولیس ویشتل شوي

دهلمندولایت دګرشک اوسنګین ولسوالیو ترمابین د توري شا په سیمه کې بیګاه شپه ۱۰ بجې سنګین ته پرغزیدلي سړک دپولیسو پر پوستو دلیزري وسلو په مټ بریدونه ترسره شول

دبریدونو په پایله کې ۴ تنه پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته

2019/7/24

هلمند: نادعلي کې ۳ تنه عسکر ددرازکوف په مټ وویشتل شول

نن سهار ۷ بجې دهلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ اړوند د بیلري په سیمه کې دکابل ادارې ۳تنه عسکر ددرازکوفونو په مټ وویشتل شول

2019/7/24

غزني مرکز کې د دښمن په پوسته برید کې ۲ عسکر ووژل شول


تیره شپه۱۰ بجې مجاهدینو د غزني مرکز اړوند، روضې ته څیرمه مجاهد ینو د پولیسو په پوسته د لیزر لرونکو ټوپکو په مټ برید وکړ، چې په ترڅ کې یې ۲ عسکر قتل او د پوستې ۲ برجونه تخریب شول.

2019/7/24

کاپیسا: تګاب کې پوسته فتحه، وسلې ونیول شوې

له کاپیسا څخه د ترلاسه شوي خبر له مخې تېره شپه د یاد ولایت، تګاب ولسوالۍ اړوند شهیدکان سیمه کې د زیارت په نوم پوسته باندې د مجاهدینو لخوا برید وشو، چې په ترڅ کې یې یاده پوسته فتحه، ۲ پولیس ژوبل او نور د شپې له تیارې څخه په استفاده په تیښته بریالي شول.

همداراز یو شمېر وسلې هم د مجاهدینو لاسته ورغلې.

دغه نښته کې یو مجاهد د شهادت لوړ مقام ته ورسید. تقبله الله تعالی.

2019/7/24

پروان: د اشغالګرو په ستر نظامي مرکز توغندیز برید وشو

نن سهار۴ بجې د پروان ولایت مې د اشغالګرو په ستره نظامي اډه (بګرام په هوایې اډه) چې په هیواد کې د اشغالګرو تر ټولو ستره ځاله ده توغندیز برید وشو. له سیمې د ترلاسه شوي راپور له مخې ویشتل شوي توغندي په ټاکلي هدف لګېدلي، دښمن ته یې د سر او مال زیان اړولی، خو د لږ او ډېر په اړه یې دقیق معلومات نه دي ترلاسه شوي.

یاد برید داسې مهال ترسره کېږي چې نن بریځر مهال د کابل په ده سبز کې هم د cia په کارکوونکو د موټر بم په وسیله استشهادي برید ترسره شو او ګڼ شمېر اشغالګر پکې مړه او ژوبل شول.

2019/7/24

خوست: نادرشاه کوټ کې په دښمن برید وشو

پرون غرمه ۱۲ بجې د خوست ولایت نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند، څرمیښکۍ سیمه کې د اردو په عسکرو د اسلامي امارت مجاهدینو لخوا د سپکو او درنو وسلو برید وشو، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې لا تر دې دمه دقیق معلومات نه دي ترلاسه شوي.

2019/7/24

غزنی مرکز کې د دښمن موټر تخریب، ۳ عسکر مړه او ژوبل شول

تیره ورځ د غزنې مرکز، سفنده سیمه کې مزدور دشمن غوشتل د تیرکا ل تخریب شوې پوستې بیرته فعالې کړې خو مجاهدینو پرې سخت بریدونه وکړل، چې تر مازدیګر ۶ بجو یې دوام درلود. دغو بریدونو په ترڅ کې د دښمن ۱ لوی موټر تخریب، ۲ عسکر قتل او ۱ بل ژوبل شو.

وار خطا دښمن په سیمه د درنو وسلو ډزې کړې دي، خلکو ته یې مالي زیان اړولی، خو د سر زیان نه لري.

2019/7/24

بغلان: پلخمري کې موټر ویجاړ د جاسوسي شبکې ۴ کارمندان مړه او ژوبل شول

تېره ورځ ماسپښین ۱ نيمه بجه د بغلان ولایت پلخمري ښار بند اول ته څېرمه د جاسوسي شبکې په موټر د ماين چاودنه وشوه چې له امله يې د دښمن موټر ويجاړ، د جاسوسي شبکې ۲کارمندان قتل او ۲ نور ژوبل شول.

2019/7/24

لغمان: بادپښ کې په پوسته برید ۲ عسکر ووژل

په دښمن د بریدونو په لړ کې تېره ماخوستن ۱۰ بجې مجاهدینو د لغمان بادپښ ولسوالۍ اړوند توده چینه سیمه کې د عسکرو په پوسته د لیزري ټوپک په مټ برید وکړ، چې په ترڅ کې یې ۲ عسکر ووژل شول.

2019/7/24

لغمان: علیشنګ کې چاودنې ۵ اربکیان مړه او ژوبل کړل

پرون غرمه ۱۰ بجې مجاهدینو د لغمان ولایت، علیشنګ ولسوالۍ اړوند ګنجاون سیمه کې په اربکیانو د ماین چاودنه وکړه، چې په ترڅ کې یې ۳ اربکیان مړه او ژوبل شول.

همداراز ګنجاون کې هم د دښمن په ټوپکیانو چاودنه شوې، چې له کبله یې ۱ اربکی ځای پر ځای قتل او ۲ نور ژوبل شول.

2019/7/24

کندهار خاکريز کي ۳ شوبلې ويجاړي ګڼ شمېرعسکر ووژل شول

نن سهار ۸ بجې دکندهار ولایت دخاکریز ولسوالۍ اړوند د منډګک د دښت په سیمه کې په هغه عسکرو دخښ کړی شوي ماین په مټ قوي چاودنه ترسره شوه چې دشوبلو مخې ته پلي روان ؤ

دچاودني په پایله کې ۷ تنه عسکر ځای پرځای ووژل شول

همداراز دیادي ولسوالۍ اړوند دسریګاؤ په سیمه کې شاوخوا ۱۲ بجې ددښمن یوه شوبله دخښ کړی شوي ماین په مټ ویجاړه اوپکې سپاره ۴ تنه عسکر ځای پرځای ووژل شول

او ددښمن یوه بله شین رنګه شوبله په همدي سیمه کې ماسپښین 01:35 بجې دماین په مټ ویجاړه اوپکې سپاره عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته

خبرزیاتو ي: دیادي ولسوالۍ اړوند د شرغې دوراهي په سیمه کې نن ماسپښین 02:40 بجې یوه بله شوبله دویشتونکي ماین په مټ ویجاړه اوپکې سپاره عسکروته مرګ ژوبله اوښتي

2019/7/24

پکتیا مرکز کې په دښمن ۲ جلا بریدونه وشول

پرون مازدیګر ۴ بجې د پکتیا ولایت مرکز ګردیز اړوند، ابراهیم خیلو په سیمه کې د شریرو اربکیانو په ګزمه د اسلامي امارت مجاهدینو لخوابرید وشو، چې په ترڅ کې یې ۱ اربکی ووژل شو.

همداراز ۵ بجې د پکتیا ولایت مرکز ګردیزاړوند ابراهیم خیلو سیمه کې د اردو په قطار برید وشو، خو دښمن ته د اړولي زیان په اړه یې کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.

2019/7/24

پکتیا: ګرده څېړۍ کې ۴ عسکر مړه او ژوبل شول


پرون سهار ۸ بجې د پکتیا ولایت ګردې څیړۍ ولسوالۍ اړوند، شبک تنګي سیمه کې د اردو په عسکرو د اسلامي امارت مجاهدینو لخوا وسلوال برید ترسره شو چې له امله یې ۲ مزدورعسکر قتل او ۲ تنه ټپيان شول.

وار خطا دښمن چې همېشه یې د خپلې ناکامۍ غچ له تش لاسه اولس څخه اخیستی په کورونو د هاوان مرمۍ ویشتلې او یو کور یې تخریب کړی دی.

2019/7/24

بدخشان: په جرم د دښمن بریدونه په شا وتمبول شول

وروسته له هغه چې مجاهدینو د یاد ولایت، کران او منجان ولسوالي ونیوله تېره ورځ دښمن د اب راغک سیمه کې د نمایشي علمیاتو هڅه وکړه چې د مجاهدینو له سخت غبرګون سره مخ شول . دغه څلور ساعته نښته کې دښمن ته د سر او مال زیان اوښتی، خو د شمېر په اړه یې دقیق معلومات نه دي ترلاسه شوي. همداراز دښمن یوګام هم وړاندې تګ ته نه دی پرېښودل شوی.

جګړه له سیمې د مرال بایللي دښمن په تېښته سره پای ته ورسېده.

2019/7/24

کابل: خاکجبار کې رینجر تخریب، ۶ پولیس مړه او ژوبل شول

پرون ماسپښین۳ بجې د کابل ولایت، خاکجبار ولسوالۍ اړوند، چکړې ساحه کې د پولیسو په رینجر موټر د ماین چاودنه ترسره شو ه، چې په ترڅ کې یې د دښمن رینجر تخریب شو. همداراز لږ وروسته سیمې ته په راغلو تازه دمو عسکرو یوه بله چاودنه هم وشوه، چې په ترڅ کې یې ۶ تنه پولیس مړه او ژوبل شول.

2019/7/24

لوګر مرکز کې ۵ عسکر مړه او ژوبل شول


د لوګر ولايت مرکز اړوند حصارک سيمه کې تیره شپه ناوخته د عسکرو په پوسته باندې مجاهدینو د ليزري وسلو په مټ برید ترسره کړ، چې له امله یې ۲ تنه مزدور عسکر مړه ۱ بل ژوبل شو. وروسته په هغو کومکي عسکر هم د مجاهدینو له لورې بریدونه وشول چې سیمې ته د تلو په هڅه کې ول، چې په ترڅ کې یې ۲ عسکر ځای پر ځای ووژل شول.

2019/7/24