میدان وردګ مرکز کې ۱ اربکی ووژل شو

پرون مازدیګر مجاهدینو د میدان وردګ ولایت مرکز اړوند، ده افغانانو سیمه کې په یو تن مزدور اربکي د درازکوف په مټ برید وکړ، چې په ترڅ کې یې یاد ګوډاګی ووژل شو.

2019/9/18

کابل: موسهي کې په پوسته برید ۱ عسکر وژلی

وړمه شپه مجاهدینو د کابل ولایت، موسهي ولسوالۍ اړوند کټه سنګ پر پوسته وسله وال برید ترسره کړ، چې په ترڅ کې یې ۱ تن مزدور عسکر ووژل شو.

2019/9/18

پکتیا مرکز کې ۲ موټر۱ رینجر تخریب، ۷ ګوډاګیان مړه او ژوبل شول


نن مجاهدینو د پکتیا ولایت مرکز اړوند، ابراهیم خیلو سیمه کې د ګوډاګۍ اردو په کاروان وسله وال برید وکړ، چې په ترڅ کې یې ۴ مزدور عسکر قتل، ۳ نور ژوبل شول. همداراز ۲ اکمالاتي موټر او ۱ رینجر هم له منځه یووړل شول.

2019/9/18

بلخ: چهاربولک کې د دښمن ۲ موټر تخریب، ۲ عسکر ووژل شول

نن ماسپښین د بلخ، چهاربولک ولسوالۍ اړوند اختیپه سیمه کې د مزدور دښمن په بیس برید کې ۱ عسکر ووژل شو.

همداراز ازلوک سیمه کې یو بل برید کې هم ۱ عسکر ووژل شو.

د دې ترڅنګ د خان اباد سیمه کې هم د دښمن په کتار کمین برید ترسره شو، چې په ترڅ کې یې د مزدور دښمن ۲ هایلکس موټر تخریب، خو د عسکرو د مرګ ژوبلي په اړه دقیق معلومات نه دي ترلاسه شوي.

2019/9/18

پکتیا: وزي ځدراڼ کې جلا بریدونو ۴ ګوډاګیان مړه او ژوبل کړل

نن سهار۵ بجې مجاهدینو د پکتیا ولایت، وزي ځدراڼ ولسوالۍ اړوند سټو کنډو سیمه کې په مزدورو عسکرو د درازکوف په مټ برید وکړ، چې په ترڅ کې یې یو ګوډاګی قتل او بل ژوبل شو.

همداراز د دښمن په پوسته برید کې ۲ تنه مزدرو عسکر ځای پر ځای ووژل شول.

2019/9/18

سمنګان: روی اب کې ۲ اربکیان قتل، وسله ونیوله شوه

نن سهار مجاهدینو د سمنګان ولایت، روی اب ولسوالۍ اړوند، سرخ قلعه سیمه کې په مزدرو اربکیانو کمین برید ترسره کړ، چې په ترڅ کې یې ۲ اربکیان قتل، ۲ کلاشنکوفونه او ۱ موټر سایکل ونیول شول.

2019/9/18

بلخ: چهاربولک کې د دښمن بیس فتحه شو


د الفتح بریمنو عملیاتو په لړ کې تېره شپه ۱۲ بجې د مجاهدینو تر پرله پسې بریدونو وروسته دښمن د بلخ ولایت، چهاربولک ولسوالۍ کې د لبک له بیس څخه وتښتید. د دښمن دغه مرګز چې تر یوې میاشتې زیاته موده د مجاهدینو تر سختې محاصرې او بریدونو لاندې و له کبله یې ۵ ټانکونه تخریب شوي او تر ۱۵ پوري مزدور عسکر وژل شوي، چې بالاخره تېره شپه تخلیه او پکې میشت عسکر یې مراکزو ته وتښتېدل.

2019/9/18

خوست: نادرشاه کوټ کې د جاسوسي شبکې مهم غړی او ۱ پولیس ووژل شول

نن بریځر مهال مجاهدینو د خوست ولایت، نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند، شمبوات سیمه کې د جاسوسي شبکې په مهم غړي صادرګل ولد بازګل باندې برید وکړ، چې په ترڅ کې یې یاد ګوډاګی ځای پر ځای ووژل شو.

همداراز د حجریم پوسته باندې هم د مجاهدینو لخوا وسله وال برید ترسره شو، چې په ترڅ کې یې ۱ تن مزدور پولیس ووژل شو.

2019/9/18

بغلان: پلخمري کې نیول شوي ۲ عسکر خوشي شول

نن د بغلان ولایت د محترم والي صاحب لخوا څو ورځې وړاندې د کابل- کندز پر لویه لاره نیول شوي ۲ عسکر تر ضمانت اخیستو وروسته خوشي او خپلوانو ته وسپارل شول.

د عبدالمصور او نعمت الله په نوم د تخار ولایت اوسیدونکو دغو عسکرو د خپلو خپلوانو په وړاندې کلکه ژمنه کړې چې بیا به د کابل په اداره کې کار نه کوي او د ملت او مجاهدینو په وړاندې به هیڅ ډول ورانکارۍ ته لاس نه اچوي.

2019/9/18

کندهار: ارغنداب کې موټر ویجاړ پکې سپاره مزدور عسکر مړه اوژوبل شول

د کندهار ولایت دارغنداب ولسوالۍ اړوند د سیاه سنګ درې په سیمه کې نن سهار لس بجې دمزدورو عسکرو پر کماز موټر دخښ کړی شوي ماین په مټ قوي چاودنه ترسره شوه

دچاودنې له امله موټر ویجاړ اوپکې سپاره مزدورو عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته

2019/9/18

کندهار: میانشین کې چاودني ۳ تنه مزدور عسکر ووژل


د کندهار ولایت د میانشین ولسوالۍ اړوند د ساګي په سیمه کې نن غرمه ۱۲ بجې دمزدوري اردوپر پلي ګزمه د ویشتونکي ماین په مټ چاودنه ترسره شوه چې له امله یې ۳ تنه ګوډاګي عسکر ځای پرځای ووژل شول

2019/9/18


کندهار: شاولیکوټ کې دګوډاګي دښمن شوبله ویجاړه سپاره عسکر پکې ووژل شول

دکندهار ولایت د شاولیکوټ ولسوالۍ اړوند د زنګتان په سیمه کې پرون ماښام لمانځه مهال دمزدورو عسکرو پر شوبله دخښ کړی شوي ماین په مټ قوي چاودنه ترسره شوه

دچاودني له امله شوبله په بشپړه توګه ویجاړه اوپکې سپاره ټول مزدور عسکر ځای پرځای ووژل شول

2019/9/18

هلمند: ګرمسیرکې په پوستو برید ۴ مزدور عسکر مړه اوژوبل شول


دهلمند ولایت د ګرمسیر ولسوالۍ اړوند د خاري او تخته پل په سیموکې پرون سهار ۶ بجې دمزدوري اردو او پولیسو پر پوستو وسلوال بریدونه ترسره شول

دبریدونو په پایله کې یوتن مزدور عسکر ځای پرځای قتل او ۳ تنه نور ژوبل شول

په پېښه کې یوتن مجاهد اویو ملکي وګړی شهیدان شوي او یوبل مجاهدزخمي شوی . انالله واناالیه راجعون

2019/9/18

کندهار: میوندکې په مزدور دښمن وسلوال بریدونه شوي

د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ اړوند د بند تیمور د چشمو په سیمه کې پرون غرمه ۱۲ بجې په هغه مزدورو عسکرو وسلوال بریدونه ترسره شول چې په شوبلو کې دعملیاتو په موخه راووتل

بریدونه چې پکې سپکې او درنې وسلې وکارول شوي په پایله کې یې مزدور دښمن دتلفاتو په لیدلوسره په تېښته مجبوره کړی شو

2019/9/18

کندهار: شاولیکوټ کې دقرارګاه ۲ عسکر ووژل شول


دکندهار ولایت د شاولیکوټ ولسوالۍ اړوند د بادغسرې په سیمه کې بیګاه ماسخوتن ۸ بجې دګوډاګي عسکرو دقرارګاه ۲ تنه مزدور عسکر دلیزري وسلو په مټ وویشتل شول اوځای پرځای ووژل شول

2019/9/18

بادغیس: قادس کې پوسته فتح مهمات دمجاهدینولاس ته ورغلي


د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ مرکز ته څیرمه بیګاه ماسخوتن ۹ بجې دمزدور دښمن پر دفاعې پوسته ( دعزیز پهلوان پر پوسته ) وسلوال بریدترسره شو

برید چې پکې سپکې ، درنې اولیزري وسلې وکارول شوي له لږ مقاومت وروسته دښمن دتلفاتو په لیدلوسره په تېښته ولاړ اوپوسته یې په ټولیزه توګه فتح شوه

په پوسته کې دپوستې لوازم اوګڼ مهمات دمجاهدینولاس ته ورغلي دي

مجاهدینوته لله الحمد هیڅ زیان نه دی اوښتی

2019/9/18

هلمند: واشیر کې په کاروان برید یو رینجر ویجاړ ۴ پولیس مړه اوژوبل شول

دهلمند ولایت د واشیر ولسوالۍ اړوند د ښوراب په سیمه کې نن ماسپښین ۲ نیمي بجې دمزدور دښمن پر موټریزکاروان وسلوال بریدترسره شو

دبرید په پایله کې یو رینجر موتر په بشپړه توګه تخریب اوپکې سپاره ۴ تنه اجیر پولیس مړه اوژوبل شول

مجاهدینوته لله الحمد هیڅ زیان نه دی اوښتی

2019/9/18

هلمند: واشیر کې شوبله ویجاړه قومندان او ۳ګوډاګي عسکر قتل ۲ژوبل شول


دهلمند ولایت د واشیر ولسوالۍ اړوند د توت شا په سیمه کې نن سهار ۷ بجې دمزدور دښمن پر شوبله دخښ کړی شوي ماین په مټ قوي چاودنه ترسره شوه

دچاودني له امله شوبله ویجاړه اوپکې سپاره مزدور قومندان ( عبدالمجید) او ۳تنه ګوډاګي عسکر ځای پرځای قتل ۲ تنه نور ژوبل شول

2019/9/18

غور: فیروزکوه کې ۴ تنه مزدور پولیس ځای پرځای قتل اویوژوبل شو


د غور ولایت د مرکز فیروزکوه اړوندد میدانک په سیمه کې تېره ورځ ماسپښین دماین په چاودنه کې دمزدوري ادارې ۴ تنه پولیس ځای پرخای قتل اویوبل ژوبل شو

2019/9/18

هلمند: واشیرکې دګوډاګۍ ادارې امنیه قومندان (څارن شمیم نورزی) هم زخمي شوی


دهلمند ولایت د واشیر ولسوالۍ اړوند د سپینې تيږي په سیمه کې هغه چاودنه چې نن سهار ۹ نیمي بجې دمزدور دښمن پر رینجر موټر دخښ کړی شوي ماین په مټ ترسره شوي وه اوپکې ۸ تنه پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتي وه وروستې معلومات ښیې چې په یاده پېښه کې دهمدي ولسوالۍ لپاره دګوډاګۍ ادارې امنیه قومندان څارن شمیم نورزی هم سخت ژوبل شوی دی

2019/9/18

زابل : شاجوی کې یو مزدور عسکر دلیزر په مټ قتل اویوبل ژوبل شو


د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د چینو په سیمه کې دحاجي صاحب دسرای دپوستې په ګوډاګي عسکرو بیګاه ماسخوتن ۹ بجې دلیزري وسلو په مټ برید ترسره شو چې په پایله کې یې یوتن اجیر عسکر ځای پرخای قتل اویوبل ژوبل شو

2019/9/18

زابل : مرکز قلات کې ۱۰ تنه ګوډاګي عسکر دلیزري وسلو په مټ وژل شوي


دالفتح عملیاتو په لړکې بیګاه ماسخوتن ۸ بجې د زابل ولایت دمرکز قلات اړوند د کاکړانو په سیمه کې ۶ تنه مزدور عسکر دلیزري وسلو په مټ وویشتل شول اوځای پرځای ووژل شول

همداراز د سپينې غبرګي په سیمه کې بیګاه شپه دمزدور دښمن پر قرارګاه دلیزري وسلو په مټ برید ترسره شو چې په مهال یې ۴ تنه ګوډاګي عسکر ځای پرځای ووژل شول

2019/9/18

زابل : شهرصفاکې یوتن مزدور عسکر قتل اویوبل ژوبل شو

د زابل ولایت دشهرصفا ولسوالۍ اړوند د خانیزو سیمي دپوستې یوتن مزدور عسکر بیګاه ماښام ۸ بجې دلیزر په مټ ځای پرځای قتل او یوبل مزدور عسکر ژوبل شو

2019/9/18

زابل : دایچوپان کې ۲تنه مزدورکماڼدویان دلیزر په مټ ووژل شول


د زابل ولایت د دایچوپان ولسوالۍ اړند د بایلوغ په سیمه کې بیګاه شپه ۱۰ بجې دمزدوري ادارې ۲تنه ګوډاګي کمانډویان دلیزري وسلو په مټ وویشتل شول اوځای پرځای ووژل شول

2019/9/18

غزني مرکز کې د ځانګړې قطعې ټانک تخریب، پکې سپاره ګوډاګیان مړه او ژوبل شول

تېره شپه ۴ بجې مجاهدینو د غزني ولایت مرکز اړوند، کلاغچ سیمه کې د مزدور دښمن د ځانګړې قطعې په چاپه وهونکو ګوډاګیانو برید ترسره کړ، چې په ترڅ کې یې د مزدور رژیم ۱ زغره وال ټانک تخریب، پکې سپاره عسکر مړه او ژوبل شول.

د تلفاتو په لیدلو دښمن له سیمې تښتېدلی او جګړه پای ته رسیدلې ده.

2019/9/18