غزني ښار کې مهم افسر ووژل شو

نن ماسپښین ۳ بجې چریکي مجاهدینو د غزني ښار فرخي سیمه کې د قطعې په یو تن مهم افسر وکیل ولد ظاهر باندې برید وکړ، چې په ترڅ کې یې یاد ګوډاګی ځای پر ځای ووژل شو.

2019/9/21
پروان: شینوارو کې رینجر تخریب، قومندان او ۵ پولیس مړه او ژوبل شول

نن ماسپښین ۳ بجې مجاهدینو د پروان ولایت، شینوارو ولسوالۍ اړوند رازګرد سیمه کې د مزدور دښمن په موټر کمین برید ترسره کړ، دغو موټرو له ډلې چې له ولایت څخه سیاه ګرد ته په لاره ول یو رینجر تخریب، د مبارز په نوم د ولسوالۍ د پوستو قومندان او ۲ نور مزدور پولیس قتل او د یادې ولسوالۍ د لوجستک د امر په ګډون ۳ مزدور پولیس ژوبل شول.

2019/9/21

بدخشان: جرم کې قومندان او ۱۱ اربکیان مړه او ژوبل شول

نن د بدخشان ولایت، جرم ولسوالۍ اړوند، دهن اب خستک سیمه کې مجاهدینو په د مزدور دښمن وسله وال بریدونه ترسره کړل، چې په ترڅ کې یې د اصف په نوم د یباب سیمې د اربکیانود قومندان په ګډون ۵ اربکیان قتل او ۶ نور ژوبل کړل.

2019/9/21

بدخشان: یفتل پاین کې ۲ اربکیان ژوبل شول


نن بریځر مهال مجاهدینو د بدخشان ولایت، یفتل پاین ولسوالۍ اړوند سرون سیمه کې له دښمن سره سخته نښته وکړه، دغه ۴ ساعته نښتې په ترڅ کې د لومړنیو معلوماتو له مخې ۲ تنه مزدور اربکیان ژوبل شوي دي.

2019/9/21

میدان وردګ مرکز کې چاودنې موټر سیکل تخریب، اربکی ژوبل کړ

نن غرمه مجاهدینو د میدان وردګ ولایت مرکز اړوند، زاړه میدان ښار کې د عاشق په نوم یو تن اربکي باندې چاودنه تر سره کړه، چې په ترڅ کې یې یاد اربکی مرګونی ژوبل شو.

2019/9/21

میدان وردګ: جغتو کې د ښمن په پوسته راکټي برید وشو


تېره شپه ۹ بجې مجاهدینو د میدان وردګ ولایت، جغتو ولسوالۍ په قیماق، پیرکه او چهار کلاو کې د مزدوري اردو په عسکرو برید ترسره شو، چې په ترڅ کې یې د دښمن ۲ زغروال ټانکونه تخریب، ۸ کمانډویان قتل او ۷ تنه نور ژوبل شول.

همداراز د ولسوالۍ په دفاعي مورچه هم راکټي برید وشو، چې په ترڅ کې یې مورچه تخریب، او یو تن عسکر ووژل شو.

2019/9/21

کابل: چهاراسیاب کې د جاسوسي شبکې موټر تخریب، ۴ ګوډاګیان مړه او ژوبل شول

وړمه ورځ ۲ نیمې بجې مجاهدینو د کابل ولایت، چهاراسیاب ولسوالۍ اړوند، سیمه کې د مزدور رژیم د جاسوسي شبکې په موټر د ماین چاودنه ترسره کړه، چې په ترڅ کې یې د دښمن موټر تخریب، د ډګر فدا پنجشیري په ګډون ۲ کارمندان قتل او ۲ نور ژوبل شول.

2019/9/21

پکتیا مرکز کې ۱ اربکی ووژل شو


تېره شپه مجاهدینو د پکتیا ولایت مرکز اړوند ابراهیم خیلو سیمه کې د شریرو اربکیانو په پوسته د لیزري ټوپکو په مټ برید وکړ، چې په ترڅ کې یې ۱ اربکی ووژل شو.

2019/9/21

غزنی: مقر کې ټانک تخریب، ۹ مزدور عسکر مړه او ژوبل شول


تېره شپه مجاهدینو د غزني ولایت، مقر ولسوالۍ اړوند، ګمرک سیمه کې د مزدوري اردو په عسکرو برید وکړ، چې په ترڅ کې یې د دښمن ټانک تخریب، ۳ مزدور عسکر قتل او ۶ نور ژوبل شول.

2019/9/21

خوست: سپري او نادرشاه کوټ کې ۲ ګوډاګیان مړه او ژوبل شول

تېره شپه ۱۲ بجې مجاهدینو د خوست ولایت، سپېرې ولسوالۍ په ودانۍ د لیزري ټوپکو په مټ برید کې یو پولیس ژوبل کړ،

همدارازمازدیګر مهال نادرشاه کوټ کې د جاسوسي شبکې په یو تن کارمند چریکي برید وشو، چې په ترڅ کې یې یاد ګوډاګی ځای پر ځای ووژل شو او کلاشنکوف یې د مجاهدینو لاسته ورغی.

21/9/2019

پکتیکا: سرحوضه کې ۴ مزدور پولیس ژوبل شول

پرون مازدیګر مجاهدینو د پکتیکا ولایت، سرحوضې ولسوالۍ اړوند بازار ته څېرمه سیمه کې په مزدورو پولیسو وسله وال برید ترسره کړ، چې په ترڅ کې یې ۴ تنه مزدور پولیس ټپیان، او د نور زیان په اړه دقیق معلومات نه دي ترلاسه شوي.

2019/9/21

کندز: امام صاحب ولسوالۍ کې اربکی قتل وسله ونیول شوه

نن سهار مجاهدینو د کندز ولایت، امام صاحب ولسوالۍ اړوند شیرخان بندر دوراهي کې په مزدور دښمن کمین برید ترسره کړ، چې په ترڅ کې یې ۱ اربکی قتل او وسله یې د مجاهدینو لاسته ورغله.

2019/9/21

روزګان : ترینکوټ کې شوبله ویجاړه ګوډاګي عسکروته پکې مرګ ژوبله اوښتي


د روزګا ن ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند د نچین په سیمه کې نن سهار ۹ نیمي بجې دمزدورو عسکرو پر شوبله دخښ کړی شو ي ماین په مټ قوي چاودنه ترسره شوه چې له امله یې شوبله ویجاړه اوپکې سپاره ګوډاګي عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته

2019/9/21

روزګان : ترینکوټ کې ۳ تنه ګوډاګي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتي


د روزګان ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند د نچین په سیمه کې نن سهار ۸ بجې دګوډاګي عسکرو پر پلي ګزمه دویشتونکي ماین په مټ قوي چاودنه ترسره شوه چې له امله یې ۳ تنه مزدورو عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته

2019/9/21

زابل : دشاجوی ولسوالۍ بازار او د ولسوالۍ زړه ودانۍ او مراکز دمجاهدینولا س ته ورغلي

زابل : دشاجوی ولسوالۍ بازار او د ولسوالۍ زړه ودانۍ او مراکز دمجاهدینولا س ته ورغلي

نن ماسپښین د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ بازار ، د زړې ولسوالۍ مرکز او شاوخوا پوستې او مرکزونه داسلامي امارت مجاهدینو په لاس په بشپړه توګه فتح شول او دښمن ته مرګ ژوبله اوښتي

داپه داسي حال کې چې نن سهار وختي د یادي ولسوالۍ یو مهم مرکز ( تورکلا ) هم په بشپړه توګه فتح او داسلامي امارت مجاهدینو لا سته ورغلی

د پېښې په اړه نورجزئیات به وروسته پرلیکه شي

2019/9/21

بادغیس : مرغاب کې په کنډک بریدونو کې ۵ تنه ګوډاګي عسکر ویشتل شوي


دبادغیس ولایت د مرغاب ولسوالۍ اړوند محاصره کنډک باندي تېره ورځ مازدیګر ناوخته دهاوانونو په مټ برید ترسره شو چې پکې ۲ تنه ګوډاګي عسکر ژوبل شوي

همداراز نن سهار په همدي کنډک ددرازکوف او راکټونو په مټ بریدونه شوي چې پکې یوتن ګوډاګی عسکر ځای پرځای قتل او۲ نور ژوبل شوي دي

2019/9/21

هلمند: واشیر کې دګوډاګیانو ۲ شوبلې ویجاړي درنه مرګ ژوبله ور اوښتي

دهلمند ولایت د واشیر ولسوالۍ اړوند د ملغوزار په سیمه کې نن سهار ۱۰ بجې په هغه ګوډاګي عسکرو پولیسو اوسنګوري اربکیانو وسلوال بریدونه ترسره شول چې سیمي ته په شوبلو کې راووتل

دبریدونو په مهال دګوډاګیانو ۲ شوبلې هم دخښ کړی شوي ماینونوپه مټ ویجاړي شوي

دښمن ماسپښین په ۳ بجې له سیمي نه ددرنو تلفاتو په لیدلوسره بیرته په تېښته تللي دي

مجاهدینوته لله الحمد هیڅ نوع زیان نه دی اوښتی

2019/9/21

فراه : پشترود کې یو ګوډاګی عسکر ووژل شو


نن سهار لس نیمي بجې د فراه ولایت د پشترود ولسوالۍ اړوند د مسو دوراهي په سیمه کې دمزدوري اردو د قرارګاه یوتن ګوډاګی عسکر ددرازکوف په مټ وویشتل شو اوځای پرځای ووژل شو

2019/9/21

فراه : پشتکوه کې ۳ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتي

د فراه ولایت د پشتکوه ولسوالۍ مرکز نن ۲۱ ورځ هم داسلامي امارت مجاهدینوله لوري تر کلکي محاصرې لاندي دی د ورځي په اوږدو کې ۳ تنه ګوډاګي پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتي

2019/9/21

بادغیس: جوند کې ۳ تنه عسکر مجاهدینو ته تسلیم شوي


دبادغیس ولایت د جوند ولسوالۍ په مربوطاتوکې بیګاه شپه یوتن عسکر ( نذیراحمد د ملا محمد زوی ) دحقائقوپه درک کولوسره د جلب اوجذب کمېسیون په هلوځلو داسلامي امارت مجاهدینوته تسلیم شو

نوموړي له ځان سره یو کارمولي ټوپک له ۱۰۰۰ مرمیو سره مجاهدینوته رارسولی

همداراز په سیمه کې ۲تنه نور عسکر ( حبیب الله د قاسم زوی او سید احمد د سید محمد زوی ) هم داسلامي امارت مجاهدینوته تسلیم شوي

2019/9/21

کابل کې رینجر تخریب، ۴ ګوډاګیان مړه او ژوبل شول


تېره شپه ۱۲ بجې مجاهدینو د کابل ولایت، ۱۱ حوزې اړوند سیمه کې د پولیسو په رینجر چاودنه ترسره کړه چې په ترڅ کې یې یو رینجر تخریب، ۴ مزدور پولیسو مړه او ژوبل شول.

2019/9/21

غزنی: قرباغ کې ۱ مزدور پولیس ووژل شو


پرون ناوخته مجاهدینو دغزني ولایت، قرباغ ولسوالۍ کې په یو تن پولیس باندې نا څاپي برید وکړ، چې په ترڅ کې یې یاد ګوډاګی قتل او مجاهدین خوندي سیمې ته روغ رمټ ورسیدل.

2019/9/21

هلمند: ناوه کې دمزدور دښمن شوبله وویشتل شوه

دهلمند ولایت دناوې ولسوالۍ اړوند د مومن خان ډراب په سیمه کې نن غرمه ۱۱ بجې دګوډاګي عسکرو یوه شوبله دکمین په بریدکې دراکټ په مټ ویجاړه اوپکې سپاره ګوډاګي عسکروته مرګ ژوبله واوښته

2019/9/21

هلمند: دګرشک اوسنګین ترمابین دګوډاګیانو شوبله د ماین ښکارشوه


دهلمند ولایت د ګرشک اوسنګین ولسوالۍ ترمابین دحیدراباد په سیمه کې سنګین ته پرغزیدلي سړک نن سهار ۹ بجې دمزدور ي اردو پر شوبله دخښ کړی شوي ماین په مټ قوي چاودنه ترسره شوه

دچاودني له امله شوبله ویجاړه او پکې سپاره مزدورو عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته

2019/9/21