غزنی: ګیلان کې ۱ اربکی له مجاهدینو سره یو ځای شو

نن د غزني ولایت، ګیلان ولسوالۍ اړوند ازاد کلي یو تن اوسیدونکی اربکی ( حمیدالله د سفري زوی) د حقائقو په درک کولو او د سیمې د مجاهدینو په همکارۍ له مزدوري ادارې څخه راجلا او مجاهدینو سره یو ځای شو.

2019/9/24

کابل: موسهي کې ۱ مزدور عسکر ووژل شو

تېره شپه ۹ بجې مجاهدینو د کابل موسهي ولسوالۍ اړوند، کټه سنګ پوستې په یو تن عسکر د لیزري ټوپک په مټ برید وکړ، چې په ترڅ کې یې یاد ګوډاګی ځای پر ځای ووژل شو.

2019/9/24

بلخ: چمتال کې ۲ اربکیان له مجاهدینو سره یو ځای شول


پرون د بلخ ولایت، چمتال ولسوالۍ اړوند سیمه کې د اسدالله ولد فرید او شیرمحمد ولد محمد ګل په نوم دوه تنه اربکیان د حقائقو په درک کولو له مجاهدینو سره یو ځای شول.

د جلب او جذب کمیسیون د مسؤلینو په زیار او د سیمې د مجاهدینو په همکارۍ له مزدوري ادارې راجلاشوو دغو اربکیانو ژمنه کړې چې بیابه د مزدور رژیم لیکو ته نه ورګډېږي او ازاد ژوند ته به دوام ورکوي.

2019/9/24

کندز: خان اباد کې ټانک تخریب، قومندان او ۳ ساتونکي یې مړه او ژوبل شول


نن سهار مجاهدینو د کندز ولایت، خان اباد ولسوالۍ اړوند، عمومي سړک چهار سرې سیمه کې د مزدوري اردو په عسکرو کمین برید ترسره کړ، چې په ترڅ کې یې ټانک تخریب، د سیدحبیب په نوم د پروان ولایت اوسیدونکی قومندان قتل او ۳ ساتونکي یې ژوبل شول.

2019/9/24

کندز: خان اباد کې ۱ اربکی ووژل شو

پرون مجاهدینو د کندز ولایت، خان اباد ولسوالۍ اړوند یوحیران لالکي سیمه کې په مزدورو اربکیانو کمین برید وکړ، چې په ترڅ کې یې یاد اربکی ځای پر ځای ووژل شو.

2019/9/24

غزنی: مقر ولسوالۍ د امنیه قومندان په موټر برید وشو

پرون ماښام ۶ بجې زړورو مجاهدینو د غزني ولایت، مقر ولسوالۍ اړوند قطعن هوټل سره نزدې د یادې ولسوالۍ په امنیه قومندان عبدالله په موټر برید ترسره کړ، چې په ترڅ کې یې موټر زیانمن او ګوډاګی قومندان ژوبل شو.

2019/9/24

ننګرهار: بټیکوټ کې چاودنې ۱ مزدور عسکر مړ بل ژوبل کړ

پرون مجاهدینو د ننګرهار ولایت، بټیکوټ ولسوالۍ اړوند، مشواڼو سیمه کې د مزدوري اردو په عسکرو د ماین چاودنه ترسره کړه، چې په ترڅ کې یې ۱ تن مزدور عسکر مړ او بل ژوبل شو.

2019/9/24

کاپیسا: تګاب کې ۱ مزدور عسکر ووژل شو


تېره شپه ۸ بجې مجاهدینو د کاپیسا ولایت، تګاب ولسوالۍ اړوند انارجوی سیمه کې د مزدور دښمن په پوسته د لیزري ټوپک په مټ برید وکړ، چې په ترڅ کې یې ۱ تن مزدور عسکر قتل او بل ژوبل شو.

2019/9/24

کندهار ښارکې دګوډاګۍ ادارې مهم قومندان ووژل شو


د کندهار ولایت د مرکز کندهار ښار اړوند د پنځمې حوزې اړوند د دلالک تعمیر په سیمه کې نن ماښام ۶ بجې دغلچکي بریدپه ترځ کې دګوډاګۍ ادارې یوتن مهم مزدور قومندان ( خرنانی) ځای پرځای ووژل شو

یاد قومندان په معروف او شاولیکوټ ولسوالۍ کې هم دنده ترسره کړي وه او اوس یې په میوند ولسوالۍ کې دنده ترسره کوله

له برید وروسته مجاهدین روغ رمټ ترخپلو مرکزونو پوري راورسیدل

داپه داسي حال کې چې نن سهار وختي ۶ بجې او ۷ بجې په یاده حوزه کې په دښمن دماین په چاودنو کې دښمن ته مرګ ژوبله اوښتي وه

2019/9/24

پکتیا مرکز کې د cia مهم کارمند ووژل شو


نن بریځر مهال زړورو مجاهدینو د پکتیا ولایت، مرکز کې د کابل په لین د cia په یو تن مهم کارمند باندې چریکي برید ترسره کړل، دغه بریالي برید په ترڅ کې د بخت محمد طوطاخیل په نوم د امریکایي استخباراتو د ابتدائي کارمندانو له ډلې یو مهم تن چې پخوا یې په عراق کې هم د یرغلګرو په صف کې دنده ترسره کړې وه ووژل شو.

وژل شوي ګوډاګي اوس مهال هم نړیوالي کفري ټلوالي ته د یو اعتمادي جاسوس په توګه فعالیت درلود.

2019/9/24

پکتیکا: مټاخان کې ټانک تخریب، قومندان او ۹ ګوډاګیان مړه او ژوبل شول

د الفتح عملیاتو په دوام تېره شپه ۱۲ بجې مجاهدینو د پکتیکا ولایت، مټاخان ولسوالۍ اړوند کرمو سیمه کې د مزدورو پولیسو په پوسته وسله وال برید ترسره شو، چې په ترڅ کې یې ۳ تنه مزدور پولیس ووژل شول.

همداراز یاده سیمه کې د صفریک په نوم وحشي ګوډاګیانو باندې یو بل برید کې ۱ ټانک تخریب، د ظالم قومندان هاشم په ګډون ۴ عسکر قتل او ۳ نور ژوبل شول.

2019/9/24

بامیان: اغراباد سیمه کې د دښمن موټر چپه شو

پرون د بامیان ولایت او سیغان ولسوالۍ تر منځ اغراباد سیمه کې د صفریک په نوم د وحشي ګوډاګیانو د هغې کتار له ډلې یو موټر چپه شوی، چې سرګولې سیمې ته د جګړې لپاره راغلي ول. له کبله یې ۴ تنه مزدور عسکر قتل او ۲ نور ژوبل شول،

2019/9/24

کابل ښار کې د جاسوسي شبکې ډګروال ووژل شو

تېره په ۶ بجې چریکي مجاهدینو د کابل ښار ۱۶ حوزې اړوند، قلعه زمان خان سیمه کې د شاه رسول په نوم د مزدور رژیم د جاسوسي شبکې ۱ تن ډګروال ویشتلی او ځای پر ځای وژلی دی.

2019/9/24


میدان وردګ مرکز کې ۳ اربکیان ووژل شول

پرون ماخوستن مجاهدینو د میدان وردګ ولایت مرکز اړوند چهاربند سیمه کې د سر پر پوسته د لیزري ټوپک په مټ وسله وال برید وکړ، چې په ترڅ کې یې ۳ تنه مزدور مړه او ژوبل شول.

2019/9/24

لوګر مرکز اړوند کلنګار کې ۳ ټانکونه ۱ موټر تخریب، ۱۳ مزدور عسکر مړه او ژوبل شول

تیره شپه ۱۰ بجی د لوګر ولایت مرکز اړوند کلنګار سیمه کی د کابل-ګردیز لوی لاری سره د مجاهدینو له لوری دمزدوری اردو عسکرو په موټریز قطار کمین ووهل شو چی په ترڅ کی یی ۱ هایلکس موټر، ۳ ټانګونه ویجاړ ۹ عسکر مړه او ۴ نور شدید زخمیان شول.

24-09-2019

لغمان: دولت شاه ولسوالۍ پرودانۍ برید ترسره شو

پرون غرمه ۱۲ بجې مجاهدینو د لغمان ولایت، دولت شاه ولسوالۍ پر ودانۍ او امنیه قومندانۍ دا سې مهال وسله وال بریدونه ترسره کړل، چې سیمې ته د راغلو عسکرو ټانکونه هم هلته موجود ول، له سیمې د ترلاسه شوو راپورونو له مخې دغه برید په ترڅ کې دښمن ته مرګ ژوبله اوښتې، خو د لږ او ډېر په اړه یې دقیق معلومات نه دي ترلاسه شوي.

2019/9/24

هلمند: نادعلي کې دګوډاګۍ ادارې ۳ تنه عسکر وویشتل شول

دهلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ اړوند د هزارګانو دپارچاوې په سیمه کې بیګاه شپه ۱۲ بجې دګوډاګۍ ادارې د عسکرو پر پوسته وسلوال بریدترسره شو

دبرید په پایله کې ۳ تنه مزدور عسکر وویشتل شول

مجاهدینوته لله الحمد هیڅ زیان نه دی اوښتی

2019/9/24

کندهارښارکې چاودنو دګوډاګۍ ادارې مزدورو عسکروته مرګ ژوبله اړولي

د کندهار ولایت دمرکز کندهارښار د پنځمې حوزې د جمهوریت څلور لاري په سیمه کې نن سهار ۶ بجې په هغه مزدورو عسکرو چې سره ناست ؤ د تکتیکي ماین په مټ قوي چاودنه شوي چې پکې ګوډاګي عسکروته مرګ ژوبله اوښتي

همداراز نن سهار ۷ بجې په پنځمه حوزه کې د نوي قومندانۍ مخې ته په مزدورو عسکرو دماین په مټ چاودنه ترسره شوه چې له امله یې ګوډاګی عسکر ځای پرځای ووژل شو

2019/9/24

هلمند: نادعلي کې دګوډاګیانو ۲ شوبلې او ۷ تنه عسکر ویشتل شوي

پرون سهار ۱۰ بجې د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ اړوند دنري مانده په سیمه کې په هغه ګوډاګي عسکر، مزدورو پولیسو اوسنګوري اربکیانو داسلامي امارت مجاهدینو وسلوال بریدونه ترسره کړل چې له خپلو پوستو څخه سیمي ته دعملیاتوپه نامه دغلا لپاره راووتل

بریدونه چې پکې سپکې اودرنې وسلې وکارول شوي تر مازدیګر پوري یې دوام وکړ

دبریدونو په پایله کې ددښمن ۲ شوبلې ویجاړي اوپکې سپاره عسکروته مرګ ژوبله اوښتي

همداراز ددښمن ۷ تنه نور عسکر په مخامخ بریدونو کې ویشتل شوي اوپاتي یې په تېښته ولاړل

په پېښه کې ۲ تنه مجاهدین هم زخمیان اویوبل دشهادت لوړمقام ته ورسید . تقبله الله تعالی

2019/9/24

غور: دولتیار کې یو ګوډاګی عسکر ووژل شو

تېره ورځ سهار ۹ بجې د غور ولایت د دولتیار ولسوالۍ اړوند د دښت کورک په سیمه کې په مزدورو عسکرو وسلوال بریدترسره شو چې په مهال یې یوتن ګوډاګی عسکر ځای پرځای ووژل شو

مجاهدینوته لله الحمد هیڅ زیان نه دی اوښتی

2019/9/24

فراه : مرکز کې دګوډاګۍ ادارې دجاسوسي شبکې یوکارمندقتل۳ ژوبل شول

بیګاه شپه ۲ بجې د فراه ولایت دمرکز فراه ښار دعسکر اباد دپله په سیمه کې دجاسوسي شبکې په هغه عسکرو چې په تلاشۍ بوخت ؤ وسلوال بریدترسره شو

بریدچې تر نیم ساعت پوري یې دوام وکړ په پایله کې یې یو ګوډاګی ځای پرځای قتل او ۳ نور ژوبل شول

مجاهدینوته لله الحمد هیڅ زیان نه دی اوښتی

2019/9/24

زابل : شهرصفاکې ۵ تنه مزدور پولیس دلیزري وسلو په مټ ووژل شول

د زابل ولایت د شهرصفا ولسوالۍ اړوند د جلدک په سیمه کې دمزدورو پولیسو د کنډک په در وازه کې بیګاه شپه ۱۰ نیمي بجې ۵ تنه ګوډاګي پولیس دلیزري وسلو په مټ وویشتل شو ل اوځای پرځای ووژل شول

2019/9/24

زابل : دایچوپان کې ۲ مزدور عسکر دلیزر په مټ ووژل شول

د زابل ولایت د دایچوپان ولسوالۍ اړوند دمزدوري اردو په بېس کې بیګاه شپه ۱۲ بجې ۲تنه ګوډاګي عسکر دلیزري وسلو په مټ وویشتل شول اوځای پرځای ووژل شول

2019/9/24

زابل : ارغنداب کې یو ګوډاګی عسکر د لیزر په مټ ووژل شو

د زابل ولایت د ارغنداب ولسوالۍ اړوند د سرخ سنګ په سیمه کې بیګاه ماسخوتن لس بجې یوتن ګوډاګی عسکر دلیزر په مټ وویشتل شو اوځای پرځای ووژل شو

2019/9/24

هلمند: د سنګین او ګرشک ترمابین یو مزدور پولیس وویشتل شو

دهلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ او ګرشک ولسوالۍ ترمابین د کمپرک په سمیه کې سنګین ته پرغزیدلي سړک نن سهار ۷ بجې یوتن مزدور عسکر د وسلوال برید په ترځ کې وویشتل شو او ژوبل شو

2019/9/24

هلمند: سنګین دپوستې ټاور ویجاړ ۴ مزدور عسکر وژل شوي

بیګاه ماسخوتن ۹ بجې د هلمند ولایت دسنګین ولسوالۍ اړوند د پانکیلي په سیمه کې دمزدوري اردو دپوستې یو ټاور د وسلوال بریدپه ترځ کې ویجاړ اوپکې ناست عسکر یې مړه اوژوبل شول

همداراز نن سهار ۸ بجې د یادي ولسوالۍ اړوند د تُرمي مانده په سیمه کې دتکتیکي ماین په چاودنه کې ۴تنه ګوډاګي عسکر ځای پرځای ووژل شول

2019/9/24

هلمند: ناوه کې یو مزدور عسکر ووژل شو

دهلمند ولایت دناوې ولسوالۍ اړوند د سرخدوز په سیمه کې پرون سهار ۸ بجې دګوډاګي عسکر و د درازکوف په مټ وویشتل شو او ژوبل شو

2019/9/24

دایکندي ګیزاب کې یوتن عسکر له مجاهدینو سره یوځای شو

تیره ورځ د دایکندي ولایت د ګیزاب والسوالۍ اړوند په برمني سیمه کې د کابل د ادارې یو تن عسکر (سمیع الله) د حقائقو په درک کولو او د دعوت او ارشاد کمیسیون مسؤلینو په هڅو له مزدور رژیم څخه را جلا او مجاهدینو ته تسلیم شو

نوموړي له ځان سره ۱ میل کلاشینکوف، یوه کوچنی مخابره، ۱یو عراده موټر سایکل هم تر مجاهدینو پوري راوړي دي .

2019/9/24