د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمېسیون دسمعي او بصري څانګي اړوند الاماره جهادي سټوډيو (عمري لښکر(۶) په زړه پوري اصدار نشر کړ.

العزة

د غه ویډيويي اصدار چې شاوخوا ۱ساعت ۲۲ دقیقې کيږي،په ډيرو جالبو، په زړه پوري او د جهادي ډګر له ژوندیو صحنو ترتیب شوی دی.
د عمري لښکر(۶) اصدار پیل د قرآن کریم په څو مبارکو آیاتونو سره شوی دی، ورپسې څو لنډ لنډ کلیپونه د اصدار د راتلونکو برخو په اړه د کتونکو د خبرتیا په پار له یوې خوږې او ړزه راښکونکي ترانې سره راوړل شوي دي.
تر دې وروسته د اصدار مقدمه پیلیږي چي د هیواد په ګوټ ګوټ کې یې د دښمن له وحشتونو او مظالمو پرده پورته کړي او په ټوله نړۍ کې د امت مسلمه ژوند پکې انځور شوی دی.
همداراز د اصدار په منځنۍ برخه کې په هلمند ولایت کې د دښمن په مراکزو مخامخ بریدونو او استشهادي حملو ته ځای ورکړل شوی دی چې مجاهدین په خورا زړورتوب سره د دښمن په قرارګاوو او پوستو ورخیږي، فتحه کوي یې او دښمن د تیښتي لار خپلوي او یا هم وژل کیږي.
د اصدار په وروستۍ برخه کې د هغو اتلانو وصیتونه او کارنامي راوړل شوي دي چي د هلمند ولایت په بېلابېلو سیمو کې یې په خارجي اشغالګرو استشهادي حملې ترسره کړي دي.
عمري لښکر(۶) اصدار چي د یادي سټوډيو (۱۰۱) شمېره اصدار دی، د سټوډيو د تخنیکي همکارانو له لوري په خورا معیاري ډول ترتیب شوی او په لوړ کیفیت ګرافیک ډیزاین شوی دی.
د دغه تازه نشر ته سپارل شوي اصدار د کتلو لپاره له لاندي لینکونو څخه استفاده کولی شئ.



اعلی کیفیت:

http://www.alemarahvideo.org/wp-cont...101-FullHD.mp4

متوسط کیفیت :

http://www.alemarahvideo.org/wp-cont...rmy-101-MQ.mp4

موبایل کیفیت:

http://www.alemarahvideo.org/wp-cont...my-101-mob.mp4