فراه : فراه رودکې دمزدو ردښمن دموټریز کاروان ۲ موټر ویجاړ شوي

دفراه ولایت د فراه رود ولسوالۍ اړوند د آب خورما په سیمه کې له نن ماسپښین نه بیا ترمازدیګر پوري دمزدور دښمن پر موټریزکاروان دخښ کړی شویو ماینونو په مټ ۳ چاودني ترسره شوي

خبرزیاتوي : یوه چاودنه پر پلي عسکرو او ۲ نورو په ا کمالاتي موټرو شوي دي

دچاونو له امله دوه موټر ویجاړ او مزدور دښمن ته مرګ ژوبله اوښتي

2019/10/29

بلخ: زارع کې د قومندان او ضابت په شمول ۱۱عسکرمړه اوژوبل شول

د الفتح عملیاتو په جهادي بهیر کې پرون غرمه مجاهدینو د بلخ ولایت، زارع ولسوالۍ مرګزته څیرمه د مزدورو عسکرو په قوه، چې د مجاهدینو په مراکزو یې د برید اراده درلوده، ځپونکي عملیات ترسره کړل.

دغو عملیاتو په ترڅ کې د ۱ قومندان او ۱ ضابط په ګډون ۸ مزدور عسکر قتل او ۳ نور ژوبل شول.

همداراز نن د ورځې په اوږدو کې یو ځل بیا هم د یادي ولسوالۍ بازار ته څېرمه د دښمن په قوه بریدونه وشول چې لا تر اوسه هم دوام لري.

2019/10/29

لوګر مرکز کې د دښمن رینجر تخریب، ۱ عسکر ووژل شو

نن غرمه مجاهدینو د لوګر مرکز اړوند خدر سیمه کې د کابل – ګردېز پر لویه لاره د مزدوري اردو په اکمالاتي کتار برید وکړ، دغه برید کې د مزدور رژیم ۱ رینجر تخریب او ۱ عسکر وژل شوی دی.

2019/10/29

پکتیا: جانخیلو کې د مزدور رژیم په عسکرو برید وشو

پرون مجاهدینو د پکتیا ولایت، جانیخیلو ولسوالۍ اړوند دورګوړه سیمه کې د مزدوري اردو په عسکرو برید وکړ، خو دښمن ته د اړولي زیان په اړه یې لا تر دې دمه دقیق معلومات نه دي ترلاسه شوي.

2019/10/29

خوست مرکز کې چاودنې ۳ ګوډاګیان مړه او ژوبل کړل

نن سهار مجاهدینو د خوست ولایت مرکز اړوند فارم باغ کې د وحشي کمپیاین په عسکرو د ماین چاودنه ترسره کړه، غازي اباد سیمه کې په پیاده عسکرو د ماین دغه چاودنه کې ۱ تن مزدور عسکر وژل شوی او ۲ نور ژوبل شول.

2019/10/29

کندهار: معروف کې ۲ پوستې فتح ګڼ مهمات دمجاهدینو لاس ته ورغلي

بیګاه ماسخوتن ۹ بجې د کندهار ولایت د معروف ولسوالۍ مرکز ته څیرمه دمزدور دښمن پر ۲ دفاعي پوستو مجاهدینو دبرید پلان تیار کړی ؤ چې دمجاهدینوپه ورنږدي کیدو سره دښمن له پوستو وتښتیدل اوپه پوستوکې یې ګڼ شمېر مهمات دمجاهدینو لاس ته ورغلل

2019/10/29

کندهار: پنجوایي کې ۲موټرسایکل تخریب ۴ تنه ګوډاګي عسکر مړه اوژوبل شول


دکندهار ولایت د پنجوایي ولسوالۍ اړوند د دوآب د کاڼیزو په سیمه کې بیګاه شپه ۱۲ بجې دمزدورو عسکرو پر موټرسایکل سپارو عسکرو دکمین په ترڅ کې وسلوال بریدترسره شو

دبرید په پایله کې ددښمن ۲ عرادي موټرسایکل ویجاړ او ورباندي سپاره څلورتنه مزدورو عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته

2019/10/29

بادغیس: سنګ آتش کې ۲ تنه ګوډاګي عسکر قتل موټرسایکل یې تخریب شو

دبادغیس ولایت د سنګ آتش ولسوالۍ مرکز ته څیرمه نن سهار ۹ بجې د مزدور دښمن پر موټرسایکل دخښ کړی شوي ماین په مټ چاودنه ترسره شوه

دچاودني له امله موټرسایکل تخریب او ورباندي سپاره دوه تنه ګوډاګي عسکر ځای پرځای ووژل شول

2019/10/29

نيمروز: خاشرودکې یو مزدور عسکر ووژل شو

دنیمروز ولایت د خاشرود ولسوالۍ اړوند د رزي په سیمه کې وړمه شپه یوه بجه د ځنځیر دپوستې یوتن مزدور عسکر دلیزر په مټ وویشتل شو اوځای پرځای ووژل شو

2019/10/29

فراه : بالابلوك کې یو مزدورعسکر ووژل شو

دفراه ولایت دبالابلوک ولسوالۍ اړوند د کال قلعه په سیمه کې دګل اغا دسرای د قرارګاه یوتن مزدور عسکر بیګاه ماسخوتن دلیزر په مټ وویشتل شو اوځای پرځای ووژل شو

2019/10/29

په ټول هیواد کې د عملیاتو په ترڅ کې د ۴ امریکايي اشغاګرو په ګډون ۱۸۰ عسکر او پولیس مړه او ژوبل شول

د الفتح عملیاتو په دښمن ځپونکي جریان کې په تیرو څلرویشتو ساعتونو کې د هیواد په ۲۱ ولایاتو کې په اشغالګر او مزدور دښمن ۴۲ بریدونه وشول.
دغه عملیات په کندز، جوزجان، بغلان، ننګرهار، پکتیا، کابل، میدان وردګو، خوست، لوګر، بلخ، کاپیسا، بدخشان، فاریاب، فراه، زابل، هرات، کندهار، هلمند، ارزګان، بادغیس او نیمروز ولایتونو کې د دښمن په مراکزو، پوستو او قطارونو ترسره شول.
د عملیاتو په جریان کې په کندز کې د ۴ امریکايي اشغالګرو عسکرو د وژل کیدو سر بیره د ۳ قومندانانو په ګډون ۱۴۲ تنه د کابل ادارې عسکر او پولیس ووژل شول او ۳۸ تنه نور ټپيان شول.
همدا ډول د دښمن ۳ پوستې فتحه شوې، ۱۴ عرادې هاموې ټانګونه او رینجر موټر ویجاړ شول، ۲ ټانکونه روغ ونیول شول، ورسره ۱۱ تنه عسکر ژوندي ګیر شول.
له دښمن څخه ۲۹ میله سپکه او درنه وسله او خورا ډير مهمات هم تر لاسه شوي دي.
په نښتو کې زموږ ۵ تنه مجاهدین شهیدان او ۷ تنه ټپيان شوي دي. تقبلهم الله

قاري محمدیوسف احمدي د اسلامي امارت ویاند
۱/۳/۱۴۴۱هـ ق
۷/۸/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/10/29م

فراه : پشتکوه کې ۲تنه مزدورعسکر ووژل شول

بیګاه ماسخوتن ۷ بجې دفراه ولایت دپشتکوه ولسوالۍ پرمرکزي ودانۍ دمجاهدینوله لوري وسلوال بریدونه ترسره شول

بریدونه چې شل دقېقې یې دوام وکړ په پایله کې یې ۲تنه ګوډاګي عسکر ځای پرځای ووژل شول

2019/10/29

میدان وردګ: چک کې دښمن قوه تر۱۲ ټانکونو، ۴۰ ګوډاګیانو له لاسه ورکولو وروسته وتښتېده

د میدان وردګ ولایت، چک ولسوالۍ ته د دښمن راغلې قوه د درنو ځاني او مالي تلفاتو په لیدو سره تیره شپه د الوتکو په بدرګه له کومې لاس ته راوړنې پرته وتښتيده . یاده قوه پنځه ورځې د خوات درې په مختلفو سیمو کې د مجاهدینو په ځپونکو بریدونو اوچاودنو کې ایساره وه. دغو بریدونو کې د دښمن تر ۱۲ پورې ټانګونه او یو انټرنيشنل موټرپه ماین چاودنو اوبریدونو کې بشپړ تخریب شوي اوترڅلویښتو زیاتو عسکرو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

که څه هم د دښمن په وحشیانه بمبار کې عامو وګړو ته د سر اومال درانه زیانونه اوښتي، خو مجاهدینو لله الحمد د بمبار له سیمې لري او روغ رمټ دي.

2019/10/29

میدان وردګ: سیداباد کې ۱ مزدور عسکر ووژل شو

تېره شپه مجاهدینو د میدان وردګ ولایت، سیداباد ولسوالۍ اړوند سالارو سیمه کې د مزدوري اردو په پوسته برید وکړ، چې په ترڅ کې یې ۱ تن مزدور عسکر ووژل شو.

2019/10/29

غزنی: اب بند کې د استخباراتو مدیر قتل، ۵ ګوډاګیان ژوبل شول

پرون مجاهدینو د غزني ولایت، اب بند ولسوالۍ کې د عسکرو او پولیسو په ګډه قوه بریدونه وکړل، دغه بریدونه د پیارو او بازګي سیمه کې ترسره شوي، سهار وختي پیل او د ماسپښین تر ۳ بجو یې دوام درلود. دغه برید کې د مزدوري ادار د استخباراتو مدیر عطاؤ الله خوګیاڼی قتل او ۵ تنه نور ګوډاګیان ژوبل شوي دي.

2019/10/29